جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

شنونکي: د منظم مالي سيسټم نشتوالي چارواکو ته زمينه برابره کړې چې خپلې شتمنۍ پټې کړي

سپتمبر 24, 2018
in افغانستان
0 0

د حکومت لوړپوړي چارواکي يا د خپلو شتمنيو له ثبتولو انکار کوي او يا هم د شتمنيو د ثبت ادارې ته ناسم ارقام وړاندې کوي.

د شتمنیو د ثبت او څېړنې اداره وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې يې د ۱۵ زره لوړپوړو چارواکو شتمنۍ ثبت کړې دي؛ خو کتونکي وايي، هغه ارقام چې د دې ادارې رييسې مېرمن ناهيد ايثار وړاندې کړل، ډېر دقيق او باوري نه دي.

د شتمنيو د ثبت ادارې د ځينو لوړپوړو دولتي چارواکو شتمنۍ اعلان کړې هم دي چې له ډلې يې د ولسمشر غني شتمني ۳۲۰ ميليونه افغانۍ او د ولسمشر د دويم مرستيال شتمني بيا يوازې ۶۰ زره امريکايي ډالره ښودل شوې  ده. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر  د هېواد د مختلفو ولايتونو له اوسېدونکو سره په مختلفو مواردو کې له خپلې شخصي شتمنۍ د ميليونونو افغانيو ژمنې کړې او که حساب شي نو ښايي د نوموړي شخصي شتمني تر ۳۲۰ ميليونو افغانيو ډېره زياته وي. د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم تازه په کابل کې يو لوی کور جوړ کړی چې ارزښت يې تر ميليونونو ډالرو اوړي.

په ورته مهال د ولسمشر د لومړي مرستيال او اجرائيه رييس د شتمنيو په تړاو بيا څه نه دي ويل شوي او ويل کېږي چې د حکومت ګڼو لوړپوړو چارواکو د خپلو شتمنيو له ثبتولو انکار کړی دی.

د افغانستان د پرانیستې حکومتولۍ بنسټ وايي، ټیټ پوړي چارواکي او هغوی چې فساد نه کوي خپله شتمني ثبتوي خو په لوړه کچه په دغه بهیر کې ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.

د ياد بنسټ مرستیالې محمودې تقوا ويلي، ان د حکومت ځينو مشرانو هم د خپلو شتمنيو ثبتولو ته غاړه نه ده اېښې.

تقوا ازادي راډيو ته ويلي: «موږ په پرانیستي حکومتولۍ کې دا ژمنه اخیستې چې د خلکو شتمني باید ثبت شي، خو ستونزه دا ده چې عام وګړي ممکن خپله شتمني ثبت کړي خو چارواکي دا کار نه کوي. که کوي يي هم ډېر داسې کسان دي چې خپله شتمني د خپل موټر چلوونکي، وراره او زوی په نوم ثبتوي یا د هغوی په نوم یو څه جوړوي، دوی په هېڅ صورت دا پخپل نوم نه ثبتوي او نه يي هم ثبت کړي دي».

په پرانیستې حکومتولۍ کې ۷۵ هېوادونه شامل دي او افغانستان هم تېر کال د دغه نړیوال بنسټ غړیتوب تر لاسه کړ.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې پخوانی ريیس سيدحسين فخري هم وايي چې د شتمنيو د ثبت لپاره د خلکو او چارواکو همکاري اړينه ده. فخري زياتوي: «ستره ستونزه دا ده چې د ملي شورا وکیلان او د خلکو استازي په دې برخه کې همکاري نه کوي نو د نورو قوماندانانو او زورواکو نه به څه تمه ولرو».

د چارو شنونکی نواب اميري وايي، د منظم مالي سيسټم نشتون او پراخ فساد د دې سبب شوي چې له فساد سره د مبارزې ټولې هڅې نيمګړې پاتې شي.

اميري وايي، که څه هم د لوړپوړو چارواکو د شتمنيو ثبتول له فساد سره د مبارزې په برخه کې مهم ګام دی، خو په وينا يې چې دغه ګام يوازې هغه مهال مثبته پايله لرلی شي چې په هېواد کې منظم مالي سيسټم موجود وي او دغه راز خلک خپلې شتمنۍ د کورونو پر ځای په بانکونو کې وساتي چې د حکومت تر نظارت لاندې وي.

Tags: featured
Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In