د غزني د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د کلیو، بیارغوني او پراختیا رییس محمد قاسم امیني ویلي، چې یادې شبکې د اندړو ولسوالۍ د میري بازار په جامع جومات او خدیجة الکبرا اناثیه ليسې کې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونو ۸۲۸ زره ۳۳ افغانیو په لګښت جوړه شوې او پر مټ یې ۳ زره ۵۵۰ کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.