د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، افغانتور دولتي شرکت د لارښود خدمتونو، هوټلونو او ترانسپورټي وسایطو په برابرولو سره سیلانیانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. دغه شرکت د امنیت ټینګښت او د خدمتونو ښه والی د بهرنیو سیلانیانو د شمېر د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه بللي دي.































