د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د ژمي په نږدې کېدو سره افغانستان ته د راستنېدونکو کورنیو اړتیاوې پراخېږي. اوچا ویلي چې ډېرې راستنېدونکې کورنۍ له اړینو اسانتیاوو پرته افغانستان ته راځي او ځینې یې مناسبې سرپناه او بشري مرستو ته کافي لاسرسی نه لري. دغه دفتر خبرداری ورکړی چې د ژمي له پیلېدو سره ښايي د دغو کورنیو وضعیت لا سخت او بېړنیو مرستو ته یې اړتیا زیاته شي. اوچا ټینګار کړی چې د بشري مرستو پر وخت برابرول کولی شي د راستنېدونکو کورنیو وضعیت ښه او د هغوی ستونزې راکمې کړي.




























