د راپورونو له مخې روسیې ویلي چې ځواکونو یې د شنبې په ورځ په اوکراین کې د انرژۍ او زیربناوو پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي. په ورته وخت کې، اوکراین اعلان کړی چې په ځوابي بریدونو کې یې د روسي ځواکونو د سرتېرو او پوځي تجهیزاتو پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د روسیې د دفاع وزارت په وینا، ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین د پوځ له خوا پر کارېدونکو د انرژۍ او ترانسپورټي زیربناوو، د لرې واټن ویشتونکو بېپیلوټه الوتکو د زېرمه کولو او توغولو پر مرکزونو بریدونه کړي دي. دغه وزارت همداراز ویلي، چې د روسیې هوايي دفاعي سیسټمونو د فرانسې یو «سکالپ» کروز توغندی، څلور د «نیپتون» لرې واټن ویشتونکي توغندي او د اوکراین ۱۲۹۷ وزر لرونکې بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
![]()
Ray ID: 8f3a2c1b9d4e5f6a · Performance & security by Cloudflare
site-verification-ok































