د ډیموکراتيکې کوریا د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا د کمېټې مشر کیم جونګ اون د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو د دایمي غړي او د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې رئیس وانګ هو نینګ په ملتيا د چين د لياو نينګ ولايت دان دونګ ښار ته سفر کړی. وانګ هو نينګ نوموړي ته د چین د کمونېست ګوند د عمومي منشي او د دولت رئیس شي جین پینګ نېکې هيلې او سلامونه رسولي.
د همدې ورځې په سهار وانګ هو نینګ د امريکا د تېري ضد له ډيموکراتيکې کوریا څخه د چين د ملاتړ جګړې د ياد موزیم په ميدان کې د کیم جونګ اون هرکلی کړی او ورسره ملتیا یې کړې، چې د امريکا د تېري ضد له ډيموکراتيکې کوریا څخه د چين د ملاتړ جګړې د یاد څلي ته د ګلونو ګېډۍ وړاندې کړې.
وانګ هو نینګ له کيم چونګ اون سره په ليدنه کې ویلي، چې عمومي منشي کیم جونګ اون د امريکا د تېري ضد له ډيموکراتيکې کوریا څخه د چين د ملاتړ جګړې د ۷۶مې کليزې په مناسبت په ځانګړي ډول دان دونګ ښار ته راغلی، دا په پوره توګه ښیي چې د ډيموکراتيکې کوریا ګوند او حکومت د چین او ډيموکراتيکې کوریا ترمنځ دوستۍ ته ډېر ارزښت ورکوي. د هغه په خبره، چین به له ډيموکراتيکې کوریا سره یو ځای د دواړو ګوندونو او هېوادونو د مشرانو مهم ګډ توافقات په ټینګه پلي کړي او د دواړو هېوادونو اړیکې به لا پياوړې کړي.
![]()
Ray ID: 8f3a2c1b9d4e5f6a · Performance & security by Cloudflare
site-verification-ok































