د پاکستان د بلوچستان په نصیراباد ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد یوه پایه پر بمونو الوځولې ده. د پېښې له امله د سند او پنجاب ایالتونو د څو ښارونو، په ګډون د سکر، شکارپور، رحیمیارخان او صادقاباد، برېښنا پرې شوې ده. پاکستاني پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی او د برېښنا د بېرته نښلېدو وخت هم نه دی معلوم شوی.































