شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

بې ځايه او مزخرفه نظريه: ” نړيوالې سوداګرۍ امريکا ته تاوانونه رسولي”

اپریل 11, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سم د تعرفو سیاست ته مخه کړې او پرله پسې د نورو هېوادونو پر تولیداتو تعرفې لګوي.

ټرمپ وايي، امریکا له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لوی منفي توازن لري او ډېر “تاوانونه” يې ګاللي دي.

واقعیت همدا دی؟

د سوداګرۍ نړیوال سازمان عمومي منشۍ نګوزي اوکونجو ایویرا په دې وروستیو کې (( امریکا د سوداګرۍ لوی ګټونکی دی)) په عنوان یوه مقاله خپره کړې ده. نوموړې په دغې مقالې کې د بشپړو او دقيقو ارقامو او تحقيقاتو په رڼا کې دا حقیقت په ډاګه کړی، چې امریکا نه یوازې د نړیوال سوداګریز سیسټم ګټونکې ده، بلکې په خدماتي سوداګرۍ کې هم مطلقه برتري لري او ” په نړيوالې سوداګرۍ کې د امريکا تاوانونه” ادعا يې بېخي بې بنسټه بللې ده.

خدماتي سوداګري څه ده؟

سيلانيز صنعت د خدماتي سوداګرۍ یوه مهمه برخه ده. د امریکا په هوټلونو کې د بهرنيو سيلانيانو لګښتونه د دغه هېواد د خدماتي چارو په صادراتو کې شمېرل کېږي او له همدې امله د امریکا د خدماتي سوداګرۍ مثبت توازن زیات دی. د حيرانتيا وړ خبره دا ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په عمدي توګه د خدماتي چارو په صادراتو کې د دغه هېواد څرګند برتری له پامه غورځولی دی.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د خدماتي سوداګرۍ عمومي تړون له مخې، په خدماتي سوداګرۍ کې د سوداګريزو، مخابراتي، ساختماني او انجينرۍ، پولي، سيلانيزو، کلتوري او سپورټي، ټرانسپورټي، طبي او ټولنيزو، تعليمي او نورو خدماتو په شمول ۱۲ برخې شاملې دي، چې د تولید او ژوند په مختلفو چارو پسې تړاو لري.

د بېلګې په توګه، که یو مشتري خپل بهرني ملګري ته ډالۍ لېږي، نو له ټرانسپورټي خدماتو څخه کار اخلي؛ که په سینما کې یو بهرنی فلم ګوري، نو له کلتوري او تفريحي خدماتو څخه ګټه اخلي او که څوک له امريکايي استاد څخه د انګلیسي انلاين درس وايي، نو له ښوونيزو خدماتو څخه استفاده کوي.

امریکا له خدماتي سوداګرۍ څخه څومره ګټې اخلي؟

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د عمومي منشۍ ایویرا په خپلې مقالې کې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۳م کال کې د امریکا د خدماتو صادراتي ارزښت له يو ټریلیون امریکايي ډالرو څخه پورته ښودل شوی او دا د نړيوالو خدماتي چارو د صادرتي ارزښت ۱۳٪ جوړوي. امریکا له زياترو اقتصادونو سره په خدماتي سوداګرۍ کې مثبت توازن لري او په ۲۰۲۴م کال کې يې نږدې ۳۰۰ میلیارډه امریکايي ډالره مثبت توازن ترلاسه کړی دی. د پام وړ خبره دا ده، چې امریکا په لوړ اضافي ارزښت لرونکو خدماتو کې لا قوي غوره والی لري. دغه هېواد هر کال نورو هېوادونو ته د ملکیت حقوقو د استعمال د اجازو له ورکولو څخه ۱۴۴ میلیارډه امريکايي ډالره پيسې ترلاسه کوي، چې د نورو هېوادونو د ګټو په پرتله ډېرې زياتې دي. شمېرې ښيي، په ۲۰۲۲م کال کې د امریکا د خدماتي سوداګرۍ صادراتو د ۴ میلیونه او ۱۰۰ زرو لوړ معاش لرونکو دندو ملاتړ کړی دی. که یوازې د توکو د سوداګرۍ کسر ته په کتو ووایو، چې ګواکې “امریکا تاوان ګاللی”، نو بې بنسټه او مزخرفه نظريه به ولرو.

د امريکا د تعرفو سیاستونه بالاخره کوم لوري ته زیانونه ورسوي؟

د بېلژيک د اګمونټ انسټېټيوټ (Egmont Institute) څېړونکی ډیډیک د امریکا حکومت پلمې بې ځايه او بې بنسټې بولي او سي جي ټې اېن ته يې ويلي، چې د امریکا لوړې تعرفې به بالاخره امریکايانو ته زیانونه ورسوي.

نوموړي د عصري زمانې اکمالاتي ځنځير ډېر پیچلی یاد کړی او په خبره یې نه يوازې دا چې ټول سوداګريز توکي امريکا ته صادريږي، بلکې ځيني نه پروسېس شوي توکي هم دغه هېواد ته ځي او هملته يې د ترکيب پروسه ترسره کېږي.

ډیډیک په دې اند دی، که امريکا لوړې تعرفې وساتي، نو د نه پروسېس شوو توکو بيې به لوړې او په دغه هېواد کې تولیدوونکي به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د کاناډا اقتصادپوه کومک سي جي ټي اېن ته ويلي، چې د امریکا د تعرفو سیاست هم بل لوري او هم خپل ځان ته زیانونه رسوي. د نوموړي په خبره، د صنعت د بیارغونې فکر د تاريخ په يوه موده کې ښه و، خو په عصري زمانې کې د نړۍ بېلا بېلې برخې يو له بل سره تړل شوي او ورسره د ټرانسپورټ او معلوماتو لګښتونه ټیټ شوي، نو ځکه په نړۍ کې د دندو ویش ډېر ارزښت لري.

د کومک په خبره، ټول هېوادونه بايد د ازادې سوداګرۍ په خلاف ونه درېږي، ځکه د ازادې سوداګرۍ سياست نړیوال اقتصاد سمسور ساتلی دی.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In