پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

تېر کال په توليدي چارو کې د چين لاسته راوړنې

جنوري 22, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د هېواد د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ د لاسته راوړنو په تړاو يوه لړيزه خبري ناسته ترسره کړي او د تېر کال د توليدي چارو لاسته راوړنې يې د پاملرنې وړ بللې دي.

تېر کال د چين د ټولو صنايعو پرمختيایي ارزښت ۴۰ اعشاريه ۵ ټريليون يوانه و او د توليدي چارو پيمانې يې له تېرو مسلسلو پنځلسو کلونو راهیسې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر يادې لاسته رواړنې اسانې نه دي بللي او ويلي يې دي، چې دا د پېچلي کورني او بهرني چاپېريال پر وړاندې ترلاسه شوې دي.

د چين د صنايعو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال جانګ يون مينګ رسنيو ته ويلي، چې د چين اقتصاد د ستونزمن بهرني چاپېريال او د بهرنيو فشارونو او د کورنيو ستونزو د ډېرېدو په حال کې د ډېرو مشکلاتو په لرې کولو سره ثابت پرمختګ موندلی دی. نوموړي د چين صنعتي بنسټ ټينګ، وړتيا يې پياوړې او پرمختیايي امکانات يې ډېر یاد کړي او په خبره یې، د تولیدي چارو د عصريتوب، ځيرکتيا او زرغونتوب ګامونه يې هم چټک شوي دي.

د چين صنعتي بنسټ پر له پسې نور هم ټينګ شوی او پرمختیايي اېنجين يې لا پياوړی شوی دی.

 د چين د تېر کال د لويو تجهيزاتو د توليدي چارو د زياتوالي ارزښت د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه اووه زياتوالی ښيي، د ټولو سترو صنايعو د پرمختګ خدمتي انډول يې په سلو کې ۴۶ اعشاريه ۲ ته رسېدلی او د عصري تخنيک لرونکو تصديو د تولیدي چارو د زياتوالي ارزښت یې د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه نهه زيات شوی، چې د ټولو مهمو صنايعو برخه يې د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه شپږ لوړه شوې ده.

په چين کې د توليدي چارو پانګونې هم چټک پرمختګ موندلی او د دغو چارو د ښه کېدو مثبت عوامل يې مخ په زياتېدو دي.

چين تېر کال ډېرې ستر ابتکارونه لرل او د صنايعو د ساينسي او علمي نوښت هڅو ته يې دوام ورکړی دی او په ورته وخت کې یې د عصري تجهيزاتو او مصنوعي ځيرکتيا په شمول ابتکاري توانونه نور هم پياوړي شوي او د بيولوژيکي توليد او روبوټونو په شمول نویو سمسورو چارو يې چټک پرمختګ موندلی او ځيني نوي تختيکي توليدات یې پر له پسې توليد کړي، چې په دې سره يې صنعتي جوړښت ډېر ښه شوی دی.

د توليدي چارو پر له پسې نوښت د ابتکاري سيسټم په بشپړېدو پسې تړاو لري.

د معلوماتو له مخې، چين تېر کال د نوې انرژۍ د زېرمې، د ميکرو – نانو توليد (Micro-Nano Fabrication)، د انسان په شکل د روبوټونو او ځيرکو روبوټونو په برخو کې د دولت په کچه د توليدي چارو پنځه ابتکاري مرکزونه جوړ کړي، ۶۷۲ کليدي تخنيکونه او ۶۹۰ تخنيکي لاسته راوړنې يې خپلې کړي او ۱۸۲ تصدۍ يې جوړې کړې دي.

د چين د صنايعو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تخنيکونو او مهارتونو د ښه والي او د توليداتو د نوښت په پار د توليدي چارو د ازمايښتي ډګر ابادۍ ته پرمختګ ورکړی او تراوسه يې په ټول هېواد کې څه باندې ۲۴۰۰ ورته ډګرونه جوړ کړي او څه نا څه ۱۵۰ زرو مهمو تصديو پکې ازموينې ورکړې دي.

د زرغون توليد پرمختګ د نوي صنعت د پرمخبېولو يوه مهمه دنده بلل کېږي. جيانګ يون مينګ ويلي، په چين کې د دولت په کچه د زرغونو فابريکو شمېر ۶۴۳۰ ته پورته شوی او توليدي ارزښت يې د تولیدي چارو د عمومي تولیدي ارزښت په سلو کې شل برخه نيولې ده، چې دا د وړم کال په پرتله په سلو کې دوه زياتوالی ښيي. نوموړي ويلي، دغو فابريکو د ځمکو، اومو توکو، توليد او د کثافاتو او خځلو د بيا کارونې او د انرژيو د کاربون د خپرېدو اندازې د ټيټوالي په برخه کې زرغوني پرمختګ موندلی دی.

په نوي کال کې به د چين توليدي چارې د بهرني چاپېريال د بدلونونو له منفي اغېزو سره سره د عصريتوب، ځيرکتيا او زرغونتوب په لور روانې شي. د چين د صنايعو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به په راتلونکي ګام کې د عصري صنعتي سيسټم او د تولیدي چارو د زرغون پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In