د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي د اکتوبر په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې د بېلا بېلو هېوادونو له هغو استازو سره وکتل، چې د ۲۰۲۶م کال لپاره د پارلماني غړو د دوستانه تګ راتګ په نړيوال فورم کې یې ګډون درلود.
جاو له جي په ملاقاتو کې وويل، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د لا ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو مفکوره او د نړيوال پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت وړانديزونه وړاندې کړي دي. د چين ملي ولسي کانګرېس به د بېلا بېلو هېوادونو له پارلمانونو سره ياد څلور نړيوال وړانديزونه پلي کړي، رښتينی څواړخيزم به عملي کړي، د بېلا بېلو کچو او برخو تګ راتګ او تبادلې به پياوړې کړي، عملي همکاريو ته به د قانون تضمين برابر کړي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.
جاو له جي ګډونوالو استازو ته د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې چين به د لوړې کچې د ورخلاصون پياوړتيا ته دوام ورکړي، له نورو هېوادونو سره به فرصتونه شريک کړي او ګډ پرمختګ به ومومي.
ګډونوالو استازو وويل، چې د بېلا بېلو هېوادونو تقنيني ارګانونه بايد خبرې اترې او همکارۍ زياتې کړي او پراخې هوکړې دې ومومي او د خپلو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې د دواملرونکي پرمختګ او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره دې مثبت خدمتونه وکړي.































