د چين چيو شه مجله به د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ يوه مهمه مقاله خپره کړي، چې عنوان يې« په لا لوړو معیارونو او اغېزمنو اقداماتو سره د ګوند هراړخيز او جدي مديريت ته وده ورکول» ښودل شوی دی.
په دې مقاله کې د “۱۵م پنځه کلن پلان” موده د سوسياليستي عصريتوب قوي بنسټ د اېښودلو لپاره ډېره کليدي مرحله بلل شوې او ويل شوي، موږ بايد د ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې په ۴څلورمه عمومي غونډه کې د ټاکل شويو موخو د پوره کولو په موخه په هر اړخيزو چارو کې د ګوند پر پوره مشرتابه ټينګار او پياوړی کړو او د ګوند د مرکزي کمېټې مهمې پرېکړې او ترتيبات دې په ځواکمنه توګه پلي کړو. په ورته مهال کې واک بايد په لا ساینسي او اغېزناکه توګه تر سيستماتيک څار لاندې راوستل او لا سخت ګوندي مديريت ته دې دوام ورکړل شي.































