د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان او پاکستان په اړه د هند او روسیې د ځانګړو خبرو اووم پړاو په نوي ډیلي کې ترسره شوی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غونډې مشري د هند د ملي امنیت شورا د مرستیال سلاکار پاوان کاپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وندیکتوف کړې ده. دواړو لورو د ګډو ګټو پر موضوعاتو او د نړیوال امنیت لپاره د هغو پر اغېزو خبرې کړې او د هند او روسیې د ځانګړې ستراتیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې یې د دوهاړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، وندیکتوف هند ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي.































