د سمندري چارو مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي ته نږدې په دوو جلا پېښو کې یوه کانټینري او یوه سوداګریزه بېړۍ د جنګي مرمیو د لګېدو له امله ډوبې شوې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په تېرو لسو ورځو کې د دغه سمندري مسیر په شاوخوا کې بریدونه زیات شوي دي. ایران ویلي، د امریکا له لوري د دغه هېواد د بندرونو د محاصرې او د تېرې میاشتې د سختو شویو بندیزونو په غبرګون کې به خپل بریدونه زیات کړي.































