د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، د جوزجان ـ بلخ پر لویه لار د درېیو تېزرفتاره موټرو د ټکر له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د مانیې قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د هوايي ډګر په سیمه کې رامنځته شوې ده. د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي. د جوزجان امنیه قوماندانۍ د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او له ټاکلي حده ډېر سرعت یاد کړی دی.































