د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مکې مکرمې د برید هڅه په کلکو ټکو غندلې او په هر ډول شرایطو کې یې د حرمینو شریفینو د حرمت پر ساتنې ټینګار کړی دی. کرزي هیله څرګنده کړې چې د ښکېلو هېوادونو او اړوندو لورو د تدبیر او لرلید له لارې به د کړکېچونو او نښتو له پراخېدو مخنیوی وشي او په سیمه کې به د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره زمینه برابره شي.































