د ترکیې د معارف بنسټ غواړي په افغانستان کې د خپلو زدهکوونکو شمېر له شپږ زرو څخه اتو زرو ته لوړ او په خوست او تخار ولایتونو کې نوي ښوونځي پرانیزي. په میدان وردګو ولایت کې د افغان-ترک ښوونځي د زدهکوونکو د علمي او ساینسي پروژو نندارتون هم پرانیستل شوی، چې ۲۵ عملي پروژې پکې نندارې ته وړاندې شوې دي. په دغو پروژو کې د اوبو د سپما سیسټمونه، ډرون الوتکې، د مصنوعي ځیرکتیا روباټونه او د ګازو د لیک او اورلګېدنې د مخنیوي وسایل شامل دي. د ترکیې د معارف بنسټ، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی، اوس مهال په اوو ولایتونو کې له شپږ زرو زیاتو زدهکوونکو ته ښوونیز خدمات وړاندې کوي.































