د چين د شيځانګ سيمې د ناچوي ښار په با چينګ ولسوالۍ کې د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د شپې په لسو بجو او ۳۳ دقيقو د ریکتر په کچه ۷ درجې زلزله شوې، چې له امله یې ډېرو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې تر وسې پورې د زلزله ځپلو لاسنيوی وکړي، بند کسان وژغوري او د ټپيانو درملنه وکړي.
نوموړي ويلي، اړوندې ادارې باید په زلزله ځپلو سیمو کې چې هوا پکې سړه ده، د زلزلې حالت او اقليمي بدلون وڅيړي او په علمي ډول د ژغورنې کارونه ترسره کړي او د نورو احتمالي خطرونو مخه ونيسي.
شي جين پينګ اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې، چې ډېر ژر له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي، مناسبو ځايو ته دې يې ولېږدوي، زېربناوې دې ورته ترميم کړي او د خلکو د ژوند او ملکيت امنيت دې ډاډمن کړي.































