د پيسو نړيوال صندوق د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د يوې ناستې په بهیر کې «د سيمه ييز اقتصاد لرليد» راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، د امريکا، اسرائيل او ايران ترمنځ د شخړې د اغېزو له امله د انرژيو توليد، سمندري ټرانسپورټ، تجارت او سيلانۍ په شمول ځينې برخې سختې زیانمې شوې دي.
په راپور کې اټکل شوی، چې په منځني ختيځ، شمالي افريقا، افغانستان او پاکستان کې به په ۲۰۲۶م کال کې اقتصاد ۱ اعشاريه ۳ سلنه کمه وده وکړي.
د دغه سازمان د منځني ختيځ او منځنې اسيا د چارو څانګې مشر اټکل کړی، چې د خليج د عربي هېوادونو د همکارۍ شورا په غړيو کې به له عمان نه پرته د نورو هېوادونو سږنۍ اقتصادي وده کې کموالی راشي.































