د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هېواد یې له اروپا سره د جګړې نیت نه لري او د داسې جګړې لپاره چمتووالی هم نه نیسي. د سویلي افریقا په پلازمېنه کې د روسیې د سفارت له لوري د خپاره شوي خبر له مخې، پوتین ټینګار کړی چې د اروپا خلک هم له روسیې سره جګړه نه غواړي. نوموړي زیاته کړې: «زه غواړم زموږ پیغام واورېدل شي؛ موږ هم جګړه نه غواړو او له اروپا سره د هېڅ ډول جګړې لپاره چمتووالی نه نیسو.»































