پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د سوریې د انتقالي حکومت پر وړاندې چېلنجونه

جنوري 9, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د سوریې انتقالي حکومت د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۱۰مې نېټې واک ترلاسه کړی او له تېرې یوې مياشتې راهیسې فعال ډيپلوماتيک فعاليتونه او د کورني وضعيت د ثبات، بیارغونې او رسميت پېژندنې په پار هلې ځلې کوي.

د سوریې انتقالي حکومت په وروستیو کې له سیمه ییزو او لوېدیځو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړي او د رسميت پېژندنې په لټه دی او د کورني سیاسي انتقال او اقتصادي اصلاحاتو په پار یې یو لړ لایحې او پلانونه هم اعلان کړي دي، خو د تطبیق په بهیر کې يې له ځینو ننګونو سره مخ دی.

تحرير الشام د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۸مې نېټې د “دمشق د ازادۍ او د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو” اعلان وکړ. د سوریې انتقالي حکومت، چې محمد البشیر یې سرپرست صدراعظم دی، د همدې میاشتې په ۱۰مې نېټې واک په لاس کې واخیست.

د سوریې انتقالي حکومت له تېرې یوې میاشتې راهيسې فعال ډیپلوماټیک فعالیتونه ترسره کوي او د سیمې له یو شمېرهېوادونو سره یې متقابل تګ راتګ پيل کړی او ځينو لوېديځو هېوادونو او اروپايي ټولنې هم دغه هېواد ته د تماس پلاوي لېږلي دي.

د سوریې د انتقالي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د جنورۍ په لومړۍ نېټې د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ولاړ او له هغه وروسته یې قطر، متحده عربي امارات او اردن ته رسمي سفرونه وکړل. نوموړي د روانې میاشتې په ۷مې نېټې اردن ته د خپل سفر په ترڅ کې رسنيو ته ويلي، چې د سوريې انتقالي حکومت د هېواد د امنيت، ثبات، يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا د ترلاسه کولو لپاره له نړيوالو او سيمه ييزو متحدينو سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري.

په ورته وخت کې، د ترکیې، اردن، قطر او سعودي عربستان په شمول ځينو هېوادونو د سوریې له نوي مشرتابه سره د تماس لپاره پلاوي استولي دي. ترکیې او قطر، چې د سوریې له نوي مشرتابه سره نږدې اړیکې لري، په دغه هېواد کې خپل سفارتونه، چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې تړل شوي وو، بېرته پرانیستلي دي.

د څېړونکو په اند، د سوریې انتقالي حکومت د ډیپلوماټیکو فعالیتونو لړۍ پيل کړې او موخه يې دا ده، چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې بیا ورغوي او نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني.  

که څه هم د سوریې انتقالي حکومت بیارغونې ته فعاله وده ورکوي، خو ځیني شنونکي بیا په دې اند دي، چې د سوریې نوی رژیم به په راتلونکي کې له څو ننګونو سره مخ وي. دوی وايي، سوریه سخته جګړه ځپلې ده او اقتصادي او ټولنیزه بیارغونه یې ډېرو پیسو ته اړتیا لري او ورسره د دغه هېواد انتقالي حکومت د سیاسي خبرو اترو لپاره ډېر کم امکانات لري.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ کې د لوېديځې اسيا او افريقا انسټيټیوټ څېړونکی يو ګوه چينګ د سوریې د انتقالي حکومت لپاره دا یوه لویه ازموينه بولي، چې څنګه به وکړای شي، چې د حکومت ضد نورې وسله والې ډلې سولې ته لېواله او یو ګډ حکومت ورسره جوړ کړي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In