د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسامبلې د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د برازیل په ګډون ۱۵ هېوادونه د دغه نړيوال سازمان د بشري حقونو شورا ته ټاکلي، څو د هغو غړو هېوادونو ځایونه ونیسي چې د روان کال په پای کې یې د دندې موده پای ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نوي ټاکل شوي غړي له افریقا څخه برونډي، ګانا، نایجیریا او زامبیا، له اسیا او ارام سمندري سیمې څخه جاپان، اردن، کویټ او نیپال، له ختیځې اروپا څخه مالدووا او اوکراین، له لاتینې امریکا او کارابین څخه برازیل، ډومینیکن او یوروګوای او له لوېدیځې اروپا څخه جرمني او ایرلینډ دي چې په کې برونډي، ګانا، جاپان، کویټ، برازیل او ډومینیکن بیا ټاکل شوي دي. د ۱۵ نویو ټاکل شویو غړو دوره به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل شي او ۳ کاله به دوام ولري.































