د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۳مه نېټه په بېجینګ کې د توګو (Togo)له لومړي وزیر فاور ایسوزیمنا ګناسینګبي سره وکتل. دواړو مشرانو په نوې زمانه کې د چين او توګو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو اعلان کړی دی.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، چین او توګو د دوستانه همکارۍ په اړه ورته نظریات شریکوي او پراخ امکانات لري. دواړه خواوې باید په بېلا بېلو کچو کې د دواړو حکومتونو او ګوندونو ترمنځ تګ راتګ لا نور هم پیاوړې کړي، د حکومتولۍ په برخه کې د تجربو تبادلې ژورې کړي او د اصلي ګټو او ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه د یو بل ملاتړ وکړي. چين د صفر تعرفې پاليسي د افریقا له خپلواک پرمختګ څځه د ملاتړ او له افریقا سره د خپلې سيستماتيکې او پرانيستې همکارۍ د پياوړتيا په پار په ځانګړي توګه ټاکل شوې ده. چین د توګو هرکلی کوي چې له يادې پاليسۍ او چين ته د صادراتي زرغونې لارې څخه پوره ګټې پورته کړي، د سیمه يیزې سوداګرۍ او لوژستیک مرکز په توګه خپل رول نور هم ولوبوي ترڅو د توګو او سیمې لا زيات ځانګړي محصولات چیني بازار ته وړي.
فاور په خپلو خبرو کې له چین سره د توګو دودیزه دوستي دوامداره او ثابته بللې. راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګېدو له ۵۵مې کلیزې سره برابر وي. توګو غواړي له چین سره متقابل باور زیات کړي، خپلمنځی ډیالوګ او اړیکې پیاوړې کړي او له چین سره د متقابلو ګټو بر بنسټ همکارۍ ژورې کړي، په نوې زمانه کې د چین او توګو د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي او خلکو ته ګټې ورسوي. توګو لېوال دی چې د حکومتولۍ په برخه کې د چین له تجربې څخه زده کړه وکړي، په هېواد کې د چیني تصدیو پانګونې او سوداګرۍ ته ښه راغلاست وایي او هیله لري چې د سوداګرۍ، بنسټیزو تاسیساتو د ابادۍ، ټېکنالوژۍ او نورو برخو کې له چین سره همکاري وکړي.































