د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۳م کانګرېس د اکتوبر په ۵مه نېټه د بې خنډه چاپيريال د ابادۍ له لارې بشري حقونو ته د ټولو وګړو د لاسرسي د پراختيا په اړه پرېکړه ليک تصويب کړی دی. چين د ۴۷ هېوادونو په استازيتوب دغه پريکړه ليک وړاندې شوی و.
د ملګرو ملتونو په جنېوا دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي جيا ګوې ده د نوموړي پرېکړه ليک د مسودې د ورپېژندنې په ترڅ کې وويل، چې د بې خنډه چاپيريال ابادي په ټولنيز ژوند کې د بېلا بېلو ډلو د مساوي او اسانه ګډون او د بېلا بېلو بشري حقونو د پوره کېدو لپاره مهم تضمين برابرولی شي.
د کيوبا او مصر په شمول د ډېرو هېوادونو استازو په ويناوو کې د چين د هغې مفکورې ستاينه وکړه، چې ټول وګړي دې له بې خنډه چاپيريال څخه برخمن شي. دوی وويل، چې د چين دغه مفکورې د بې خنډه چارو د پرمختګ لوری روښانه کړی دی.































