یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د ټرمپ تعرفې که په توپان کې د نړیوال تجارت ښکیلول

لیکنه: سیدخان

جون 7, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

څو چې ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی  نو په خپلو عجیبو او نادودو پرېکړو يې په نړیوال تجارت کې کړکېچونه رامنځته کړي او نه یوازې تجاران، بلکې هېوادونه يې سرګردانه کړي ځکه یوه ورځ یوه پرېکړه وکړي، سبا يې بېرته ماته کړي او بله ورځ بله پرېکړه وکړي، یوه ورځ له یوه هېواد سره د تعرفو د نرمولو یا لغوه کولو توافق وکړي او بله يې بېرته نقض کړي.

دغه لوبه يې له اروپا سره هم روانه کړې او په دې وروستیو کې د دواړو لوریو لوړپوړو مقاماتو د امریکا او اروپا توافقات سخت بللي او آن اروپايي کمیسیون کمیشنر خو دومره نهیلی شوی چې د مې په ۲۸مه يې په یوه ټیټ کې ویلي و چې امریکا په هېڅ نه راضي کېږي.

د امریکا سپينې ماڼۍ د اقتصادي شورا مدیر کوین هست هم د مې په ۲۹مه اعلان وکړ چې له اروپايي ټولنې سره د امریکا تجارتي خبرې له بندون سره مخ شوې او ادعا يې کړې چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د لومړیتوبونو د معلومولو  په اړه په پرېکړو کې ناتوانه شوي دي.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان یا DECD (دغه سازمان په ۱۹۶۱ میلادي کال تاسیس شوی او ۳۵ هېوادونه پکې غړیتوب لري) په یوه تازه پیشبيني کې ویلي چې روان کال د تعرفو له امله د امریکا ناخالص داخلي تولید اغېزمن شوی دی.

دې سازمان دغه راز پیشبيني کړې چې د امریکا د تعرفو له امله روان کال د نړۍوال اقتصاد وده هم سوکه شوې ده.

له دې دوې ورځې وړاندې ولسمشر ډونالډټرمپ ګواښ کړی و چې که د جون تر لومړۍ نېټې له اروپا سره موافقې ته ونه رسېږي نو د دغه اتحاديې پر وارداتي محصولاتو به تر ۵۰ سلنې تعرفې لوړې کړي.

ټرمپ د مې د وروستۍ جمعې په ورځ په خپله ټولنیزه پاڼه ولیکل: «اروپايي ټولنه چې اصلا د تجارت په برخه کې له متحده ایالاتو څخه د ناسمې استفادې لپاره جوړه شوې  ده، ډېره سختګیره او د خبرو نه وړ ګرځېدلې ده.»

په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې هم ګواښ کړی چې که له امریکا سره توافق ته ونه رسېږي نو د ۱۰۷ میلیارډ ډالرو په ارزښت تعرفې به اعمال کړي.

د اروپا کمیسیون د سوداګرۍ، اقتصاد او امنیتي چارو کمیشنر ماروش شیفچویچ د جون په څلورمه په پاریس کې ویلي چې امریکايي لوري ته دا خبره بیان شوې چې له اروپا سره يې اقتصادي ټکر او د تعرفو لوړېدل نه د امریکا په ګټه دی او نه د اروپا.

ده ادعا کړې چې د امریکا- اروپا تجارت د نړیوال تجارت ۳۰ سلنه جوړوي نو په خبره يې که دغه تجارت کړکېچن کېږي، زیان يې نړیوال تجارت ته حتمي دی.

د ټرمپ په پېچلې پالیسۍ کې دوست او دښمن هم نه پېژندل کېږي، ځکه هرې خواته د تعرفې ګوزارونه کوي.

د مې په ۱۲مه د چین او امریکا رسمي سرچینو اعلان وکړ چې د دواړو لوریو استازو په جنوا کې موافقه وکړه چې تعرفې به لغوه کوي.

په جنوا کې د امریکا او چین اقتصادي او تجارتي استازو په ګډه بیانیه کې ویلي و چې دواړه  لوري د متقابلو ګټو او مساواتو ولاړو مشورو پر بنسټ ګټورو توافقاتو ته رسېدلي دي.

چین ویلي چې د مې په ۱۲مه د دواړو لوریو له ګډې بیانیې وروسته يې پر امریکا د متقابلې تعرفې یا لغوه کړې او یا يې ځنډولې دي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د مې په وروستۍ جمعه په یوه ټویټ کې د جزئیاتو له وړاندې کولو پرته چین د جنوا موافقې پر نقض تورن کړی دی.

د چین د تجارت وزارت بیا د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې واشنګټن د جنوا له خبرو سره سره د چین پر ضد تبعیضي اقدامات او محدودیتونه وضع او اجرا کړي دي.

دغه وزارت ویلي چې امریکا د چیني محصلینو وېزې لغوه کړې، چيپونو او مصنوعي ځيرکتیا اړوند شیانو پر لېږلو يې بندیز لګولی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې دغه هېواد د نړیوال صنعت ځنځير ثبات ساتلو ته ژمن دی او چمتو دی چې له ذیربطو هېوادونو او سیمو سره د صادراتو د کنټرول په برخه کې خبرې او همکارۍ پياوړې کړي.

له دې دریځونو داسې ښکاري چې واشنګټن به یو نوی درد سر جوړ کړي، هغه دا چې نه یوازې د اروپايي ټولنې یا چین، بلکې ټولنې نړۍ پر اقتصاد به ګوزارونه وکړي.

د دې ټولو خبرو خلاصه داسې کولای شوو چې تجارتي او اقتصادي جګړې د هېچا په ګټه نه دي، په ځانګړې توګه يې ډېر زیان مشتریانو او عامو خلکو ته رسېږي ځکه هر ډول تجارتي ستونزې او جګړې د شیانو پر بیو مستقیمې اغیزې کوي او ویلای شو چې دا دریځونه به نړیوال تجارت په یوه خطرناک توپان کې ښکیل کړي چې جبرانول به يې ښايي لسګونه کاله وخت ونیسي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In