د پنجشېر ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه تازه استخراج شوي ۲ زره او ۹۵۵ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو په ارزښت پر سوداګرو پلورل شوي دي. د مسوولینو په وینا، د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د کانونو پر غیرقانوني او خپلسري استخراج بندیز لګېدلی او د کانونو استخراج باید د رسمي اصولو له مخې ترسره شي































