د پولي سړک فورم د ۲۰۲۶م کال غونډه به د اکتوبر له ۱۹مې نه تر ۲۲مې نېټې پورې په بېجينګ کې د بېجينګ د ښاروالۍ، د چين د ولسي بانک، د چين د پولي چارو د څار ملي ادارې، د چين د اسهامو د څار او ادارې کمېټې، د سينهوا اژانس او د دغه هېواد د بهرنيو اسعارو د ملي ادارې په ګډو ترتيباتو تر سره شي.
د خبر له مخې د نړيوالو اقتصادي او پولي سازمانونو، د حکومتي څانګو، مشهورو کورنيو او بهرنيو پولي ارګانونو، مرکزي دولتي تصديو، نړيوالو او شخصي شرکتونو د استازو په شمول د څه باندې څلوېښتو هېوادونو او سيمو څلور سوه تنه مېلمانه به پکې ګډون وکړي.































