د چين د بهرنیو اسعارو دولتي ادارې د سپتمبر په ۲۹مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړه چې د ۲۰۲۶م کال د جون تر پایه پورې، د چين د بهرنيو پورونو اندازه ۲۴۹۸ میلیارډه او ۲۰۰ميليونه ډالرو ته رسېدلې چې د همدې کال د مارچ د پای په پرتله ۸۶ میلیارډه او سل میليونه ډالره یا څلور سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغې دولتي ادارې مرستیال رییس او ویاند لي بين دا معلومات ورکړل، د بهرني پورونو اندازه د بهرنۍ سوداګرۍ د فعالېدو له امله لږ څه زياته شوې ده.































