د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ادارې وياندې تانګ اينګ د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په یوه نوبتي خبري ناسته کې ويلي چې له پنځو کلونو راهيسې د رئیس شي جين پینګ په رهبرۍ د نړيوال پرمختګ وړانديز د چين له پرمختیايي ادعا څخه پر نړيوال عامه توليداتو بدل شوی او د نړيوالو پرمختيايي چارو بيا ژوندې کولو ته يې حياتي ځواک ورکړی دی.
هغې د نړيوال پرمختګ وړانديز د اوسنۍ زمانې مخکښه مفکوره وباله چې پکې د نړيوال پرمختګ زياتې ګډې نظريي راټولې شوې دي. دغه وړانديز د پرمختیايي موضوع پر اهميت تمرکز لري او د پرمختګ لومړيتوب ته ډېر پام اړوي او هم د ډېرو هېوادونو تر ټولو بيړنيو او بنسټيزو غوښتنو ته يې ځوابونه ورکړي دي. دغه وړانديز د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ملاتړ خپل کړی او شاوخوا ۹۰ هېوادونه د نړيوال پرمختګ وړانديز د دوستانو ډله کې شامل شوي دي.
چين څو ځله په بېجينګ کې د ګډ پرمختګ د نړيوال عملي فورم لوړ پوړې غونډې جوړې کړي او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې يې د نړيوال پرمختګ وړانديز لوړ پوړې غونډه هم ترسره کړې چې د نړۍ د جنوب او شمال ترمنځ د ډيالوګ او د تګلارو د اتصال لپاره يې نړيوال ډګر برابر کړی دی.































