د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ايجنسۍ مشر چن شياو دونګ د مې په ۲۲مه نېټه د افغانستان له سرپرست بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره وکتل.
چن شياو دونګ په دغه کتنه کې وويل، چې چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه دي او چين له افغانستان سره د اړيکو او همکاريو پياوړتيا ته په درنه سترګه ګوري. ده وويل، چين له تیرو کلونو راهيسې د افغانستان د اقتصادي بيارغونې، ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې له دغه هېواد سره تر وسې پورې مرستې کړې دي او هيله لري، چې له افغانستان لوري سره د همکاريو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي، څو دواړو هېوادونو او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.
متقي د افغانستان د بيارغونې او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د چين د مرستو مننه وکړه او له نوموړې ايجنسۍ سره يې د نژدې اړيکو د ساتلو هيله وښوده.
دواړو خواوو د همکاريزو پروژو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.































