د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د پرمختيايي مدار په نوم د اصلاحاتو یوه ځانګړې غونډه ترسره کړه. په دغه نړيوال سازمان کې د چین دایمي استازي لي یونګ جيې « د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو په اړه د چين نور فکرونه او وړاندیزونه» په هکله معلومات ورکړل. د چين اړوندو سيستماتيکو ادعاوو د بېلا بېلو خواوو پراخه پاملرنه او مثبت غبرګونونه خپل کړي دي.
د غونډې ګډون کوونکو غړو د چین وړاندیز ته مثبت غبرګونونه ښودلي دي. برازیل، د افريقا ليګ، پاکستان، هند او اندونیزیا له دې څخه ملاتړ کوي چې پرمختګ دې د اصلاحاتو مرکز وي او موافقه لري چې په ساده شاخصونو د پرمختګ پېچلې او متنوع غوښتنې نشي اندازه ګيري کېدای. جاپان، اروپايي ټولنې، برېټانيا، جنوبي کوریا او اسټرالیا د چيني وړاندیز مثبته ارزونه وکړه او د دوي په نظر، بايد د په چيني وړانديز کې د د اړتیاوو د ارزونې، د ادارو ترمنځ د همکارۍ او د تجربو تبادلې په شمول څو موضوعاتو بيا بحثونه وشي.































