د نړيوالې انترنېټي غونډې سازمان د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته تر سره کړې او پکې يې خبر ورکړی چې د ۲۰۲۶م کال د نړيوالې انترنېټي غونډې د وو جن سرمشريزه به د نومبر له دويمې نېټې څخه تر پنځمې نېټې پورې د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه دارۍ کې تر سره شي چې عمده موضوع يې د اصلي کوډ شريکول، د اړوندو چارو ګډه ابادي او په انترنېټ کې د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدل دي. کورني او بهرني ګډونوال به د مصنوعي ځيرکتيا د اصلي کوډ د شريک او پرمختګ پر نظريو او عملونو تمرکز ولري او د نوښت، پرمختګ، امنيتي مدیريت، تمدني تبادلې او نړيوالې همکاريو په هکله به د نظريو تبادلې وکړي.
د سږنۍ سرمشريزې په موده کې به په ډيجيټلي ځيرکي زمانه کې د تودو موضوعاتو، د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ او مديريت په برخو کې د نړيوالې ټولنې د پام وړ مسئلو، د نړيوال مديريت د وړانديز له مخې د انټرنېټي همکاريو، د ځيرکي ايجنټونو ترمنځ په متقابل باور، اتصال او کنترول کې د نړیوالو همکاريو د نوښت او د روبوټونو په شمول ۲۷ فرعي فورمونه هم تر سره شي.































