د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د ۲۰۲۶م کال په لومړيو دريو ربعو کې د چيني اوسېدونکو د سفرونو معلومات خپاره کړل.
مالومات ښيي، د ۲۰۲۶م کال په لومړيو دريو ربعو کې د چيني اوسېدونکو د سفرونو شمېر ۵ ميليارډه او ۳۰۷ ميليونو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰۹ ميليونه ځلې زيات دی او ۶.۲ سلنه زياتوالی یې موندلی دی. په دې جمله کې، د چين د ښاري اوسېدونکو د سفرونو شمېر ۴ ميليارډه او ۳۷ ميليونه ښودل شوی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۶ سلنه زياتوالی ښيي او د کليوالو اوسېدونکو د سفرونو شمېر يې ۱ ميليارډ او ۲۷۰ ميليونو ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۱ سلنه زياتوالی ښيي.
د ۲۰۲۶م کال په لومړيو دريو ربعو کې د چيني اوسېدونکو د سفرونو لګښتونه ۴ ټريليونو او ۹۵۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۰ ميليارډه يوانه زیات دی او ۲.۲ سلنه زياتوالی ښيي.































