د چین د بېجينګ د کلتور او سیلانۍ ادارې د سپتمبر په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ چې د سږ کال د سپوږمۍ اختر په رخصتيو کې یعنې د روانې میاشتې له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې، بېجينګ ته د سیلانیانو شمېر ۸ میلیونو ۷۸۳ زرو ته رسېدلی او د سيلانيانو ټول لګښت يې ۱۱ مليارډه ۵۴۰ میلیونه يوانه و. له دې جملې څخه ۸۳ زره بهرني سيلانيان راغلي وو چې د دوی لګښت ۷۸۰ میليونه يوانه و.
د بېجينګ د کلتور او سیلانۍ ادارې د رخصتيو په اوږدو کې ” له سپوږمۍ اختر څخه او بېجینګ ته له سفر څخه خوند واخلئ ” تر سرليک لاندې فعالیت تر سره کړ چې پکې د چین د دودیز کلتور لکچرونه، د غير مادي کولتوري ميراثونو تعاملات او د سپوږمۍ ليدو د کښتيو سفرونه شامل وو. ښاريانو او سيلانيانو په دودیز او عصري ډول د سپوږمۍ اختر ښه فضا او ښلکې منظریې احساس کړی دی.































