د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اکتوبر په ۲۱مه نېټه ويلي، چې د جاپان او امريکا ګډ پوځي تمرين، چې د کين سورډ ۲۷ په نوم ترسره کېږي، د دغه هېواد د لرې ختيځ سرحدي سيمو لپاره امنيتي ګواښ پېښ کړی او روسيه به یې په ځواب کې متقابل اقدامات وکړي.
نوموړې يوې خبري ناستې ويلي، چې د جاپان او امريکا ګډ پوځي تمرين د دفاعي تګلارې له چوکاټه وتلی او د جاپان د بيا پوځي کېدو د اجنډا يوه برخه ګرځېدلی دی. د هغې په خبره، روسيې څو څو ځلې له جاپان سره خپلې جدي اندېښنې شريکې کړې دي.
زاخاروا ويلي، د جاپان يادې کړنې د روسيې د لرې ختيځ سرحدي سيمو لپاره امنيتي خطرونه پيدا کړي دي.
زاخاروا اوکراين ته د يو جاپاني شرکت لخوا د بېپيلوټه الوتکو د لېږدولو په اړه ويلي، چې دا يو ښکاره دښمنانه اقدام دی او روسيه به يې پر وړاندې ودرېږي او سخت ځواب به ورکړي.































