د جرمني لومړي وزير فريدريچ ميرز د اکتوبر په ۲۱مه نېټه ويلي، چې په منځني ختيځ کې روانې شخړې د انرژۍ نړيوال بازار او اکمالاتي ځنځيرونه سخت اغېزمن کړي دي.
نوموړي په همدې ورځ د ۲۰۲۶م کال د برلين نړيوال ډيالوګ فورم ته په وينا کې ويلي، چې د هرمز تنګي او باب المندب تنګي بندېدو يادې اغېزې لا سختې کړې دي.
ميرز د اروپا د اقتصاد پر وړاندې د شته ننګونو په اړه ويلي، چې جرمني او اروپا به د سوداګرۍ چاپېريال ښه کړي، شخصي پانګونې به زياتې کړي او د نوښت له لارې به زياتې علمي څېړنیزې پايلې پرعملي محصولاتو بدلې کړي.
نوموړي زياته کړې، د جرمني اقتصاد د بيا رغېدو نښې ورکړي، خو د ودې بنسټ يې بیا هم بې ثباته دی او جوړښتي اصلاحاتو ته اړتيا لري.































