د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په پلازمېنې بېجينګ کې د جيبوتي له بهرنيو چارو وزير عمر سره لیدلي دي.
وانګ يي له نوموړي سره په لیدنې کې ويلي، چې د چين او جيبوتي اړيکو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې ثابت او سالم پرمختګ موندلی دی او په خبره یې، د چین دولت رئيس شي جين پینګ د افریقا د تودو مسئلو د هواري لپاره د بېلا بېلو خواوو د هڅو لپاره څلور اصول د وړانديز په بڼه وړاندې کړی او د منځني ختيځ د سولې او امنيت د پرمخبېولو لپاره يې يو لړ وړانديزونه کړي، چې دا د يوه لوی هېواد په توګه د چین د مسؤلانې رويې ښکارندويي کوي.
نوموړي ويلي، چين به د جيبوتي په شمول له مختلفو هېوادونو سره د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
د جيبوتي بهرنيو چارو وزير د يوه چين د پېژندنې پر اصل ټینګار کړی او د رئیس شي جين پینګ لړيز وړانديزونه او د نړۍ د دايمي سولې د پرمخبېولو لپاره د چين خدمتونه یې ستايلي دي.































