یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

روسیې ته د شي جين پينګ سفر

لیکنه: جان روان ځاځی

مې 10, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د چین دولت رئيس شي جین پینګ د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین په بلنه د مې له ۷مې څخه تر ۱۰مې پورې روسیې ته په رسمي سفر تللی او په مسکو کې یې د پخواني شوروي اتحاد له لوري د خپل وطن د دفاعي جګړې د بري د ۸۰مې کلیزې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

رئیس شي جين پينګ په ۲۰۱۵م کال کې هم د پخواني شوروي اتحاد د خپل وطن د دفاع جګړې د بري د ۷۰مې کلیزې په مراسمو کې ګډون کړی و.

نړیوال او سیمه ییز وضعیت ته په کتو، رئیس شي جين پينګ په داسې حال کې مسکو ته تللی، چې ګرده نړۍ او هم چين او روسيه له ګڼو ننګونو سره مخ دي او اوس دواړه سیالان د یوې ناکرارې نړۍ د ثبات لپاره د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتيا په هڅه کې دي.

چين او روسیه د نړۍ دوه لوی قدرتونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بنسټ ایښودونکي او دایمي غړي هېوادونه يې دي او خپلمنځي اړيکې يې نه يوازې پر سیمې بلکې پر نړۍ هم اغېزې درلودلی شي.

رئیس شي جين پينګ د مې د ۸مې نېټې په غرمه په مسکو کې له ولاديمير پوتين سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو او ورسره د سیمې او نړۍ پر حالاتو يې ورسره خبرې کړې دي.

دواړه سیالان په يوې ګډې خبري ناستې کې راڅرګند شوي او د خبريالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ويلي دي.

رئیس شي جين پينګ او ولاديمير پوتين « د جاپاني تېري کوونکو پر ضد د چيني جګړې او د شوروي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاعي جګړې د برياليتوب او د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۰مې کليزمې په درشل کې د چين د ولسي جمهوريت او د روسيې فدراسيون د نوې زمانې د خپلمنځي هراړخيز ستراتيژيک مشارکت ګډه اعلاميه » لاسليک کړې او د دواړو هېوادونو اړوندو ادارو د مشرانو په حضور کې همکاريز سندونه تبادله کړي دي.

اعلاميه وايي، «چين او روسيه د دويمې نړيوالې جګړې د سمې نظريې د ساتلو ګډ مسئوليت او دندې لري او دواړه خواوې به د دې جګړې د بريا لاسته راوړنې ټينګې وساتي.

اعلاميه  زیاتوي، چين او روسيه د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، امنيت او ټيکاو د ساتلو په برخه کې يو له بل ټينګ ملاتړ کوي، د خپلمنځي اړيکو په عادي پراختيا او خپلو کورنيو چارو کې له هر بهرني لاسوهونکي ځواک سره ټينګ مخالفت او د پرمختيايي لارې د ټاکلو او له خپلو حقونو دفاع کوي.»

رئیس شي جين پينګ ويلي، اوسمهال په نړۍ کې د يواړخيزم او زورزیاتي څپې پورته شوي او چين به له روسيې سره د لويو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړيو هېوادونو په توګه خپل ځانګړي مسئوليتونه پرغاړه واخلي، د دوهمې نړيوالې جګړې سمې تاريخي نظریې به پراخې کړي،‌ د ملګرو ملتونو اغېزمن مقام او‌ د چين او روسيې او نورو پرمختيايي هېوادونو ګټې به خوندي وساتي او د نړۍ د مساوي او منظم څو قطبي کېدو او د اقتصاد د ټولشموله نړيوال کېدو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

چين او روسيې د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان، برېکس او جي ۲۰ په ګډون په څو اړخیزو پلیټ فارمونو کې خپلمنځي اړیکې او همکارۍ ژورې کړي او د څو قطبي نړۍ د ودې او د نړیوالو اړیکو د ډیموکراتیک کولو او د نړۍ د سراسري جنوب د ګډ پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي. خو لوېديځ او په تېره بیا امريکا د چين او روسیې اړيکو ته د شک په نظر ګوري او د دواړو هېوادونو پر وړاندې خنډونه جوړوي او ان اقتصادي بنديزونه يې پرې لګولي دي.

پر مسکو او بېجينګ د واشنګټن بندیزونو د چين او روسیې د سوداګرۍ لپاره یو لوی فرصت برابر کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې راکړې ورکړې زياتې شوې دي.

چين او روسيې په خپلو رسمي بیانونو کې بیا بیا ويلي، چې دوی ډلې ټپلې نه جوړوي او اړيکې يې د بهرني فشار او لاسوهنې څخه پاکې او د درېيم اړخ په زيان نه دي او کوم بل هېواد ته به ګواښ جوړ نه کړي.

دواړه هېوادونه له دوهمې نړیوالې جګړې يعنې له تېرو اتو لسیزو راهیسې په خپلو ګډو اعلاميو او رسمي خبرو کې پر څو اړخيزم او د اوسني نړیوال نظام او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو پر بنسټ د نړیوالو اړیکو د ادارې او پر بنسټیزو اصولو ټينګار لري.

چين او روسیه وايي، دوی د څو اړخیزو پلیټ فارمونو له لارې نږدې همکارۍ کوي او پر څو اړخیزم او په نړيوال ډګر کې د سراسري جنوب د غږ پورته کولو او اورېدلو په هڅه کې دي.

 لوېديځ هېوادونه بیا د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو پراختيا له نړيوالو بنديزونو څخه سرغړونه او د خپلو ګټو په زيان ګڼي.

بېجينګ او مسکو بیا د امريکې ياد تورونه بې ځایه او د بادارۍ هڅه یې بولي او وايي، چين او روسیه خپلمنځي اړيکې د متقابل درناوي پر بنسټ او د نړیوالو نورمونو په رڼا کې پرمخ بیايي او اړتيا نه لري، چې له درېيمې خوا د ښو او یا بدو اړيکو اجازه واخلي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کرکټ؛ د افغانستان او هند ترمنځ نن د شل‌اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي

سپتمبر 13, 2026

افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

سپتمبر 13, 2026

بامیان؛ په تېرو ۵ کلونو کې د تاریخي ابدو د ساتنې ۱۲ پروژې پلې شوې

سپتمبر 13, 2026

شمال کې؛ د ډبرو سکرو ورځنی استخراج نږدې زرو ټنو ته لوړ شوی

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In