د ا.ا رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د متحده عربي اماراتو د دولت د مرستیال، لومړي وزیر او د دوبۍ د واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د ورور، شیخ احمد بن راشد آل مکتوم، د مړینې له امله د متحده عربي اماراتو له دولت او د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده. شیخ احمد بن راشد آل مکتوم د دوشنبې په ورځ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. د دوبۍ د واکمنۍ محکمې د نوموړي له مړینې وروسته په دغه امارت کې د لسو ورځو رسمي ماتم اعلان کړی او په دې موده کې به بیرغونه نیمه ځوړند وي.































