د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۶مې نېټې په ماسپښین د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې په ۳مه کلنۍ غونډه کې د چين د ديموکراتيک ليګ ، د ديموکراتيک پرمختګ ګوند او د ښوونیزې ټولنې له ګډون کوونکو غړو سره وکتل او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه يې واورېدل.
شي جین پينګ پر دې ټينګار وکړ چې په نوې زمانه کې بايد د ښوونې، ساينس او ټېکنالوژۍ او استعداد لرونکو کسانو په برخه کې د چيني شکله عصريتوب په اړتياوو ښه پوه شو او د ساينس او ټېکنالوژۍ او استعداد لرونکو کسانو لپاره د ښوونې ملاتړي رول دې پياوړی کړو.
شي جين پينګ د مارچ په ۸مه نېټه د ښځو د نړيوالې ورځې د رارسېدو په پار د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب د هېواد د دوو مجلسونو په کلنيو غونډو کې ګډوالو ښځينه استازو، غړو او کارکوونکو ته په دې مناسبت مبارکي وویله.
نوموړي دغه راز د هېواد د ټولو قومونو او ټولنو، د هانکانګ او مکاو د ځانګړې اداري سیمو، تایوان او په بهرنیو هېوادونو کې ميشتو چيني ښځو ته هم مبارکۍ او نیکې هیلې وويلې.































