د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وايي، د ادارو مسوولین او ویاندان مکلف دي له رسنیو سره همکاري وکړي او د خبریالانو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، څو د ناسمو خبرونو له خپرېدو مخنیوی وشي. فراهي دغه څرګندونې په فاریاب کې د «فکري، عقیدتي او مسلکي ظرفیت لوړونې» په نوم په یوه ورځني سیمینار کې کړې دي. په دغه سیمینار کې د خبریالۍ د اصولو، د رسنیو د مسوولیتونو او له خپرېدو مخکې د معلوماتو د کرهوالي د ډاډ ترلاسه کولو پر اهمیت هم خبرې شوې دي.































