فلسطیني سرچینو پر ځايي وخت د اکتوبر په ۱۰مه نېټه خبر ورکړی چې، د فلسطین ولسمشر محمود عباس هماغه ورځ یو فرمان صادر کړی او اعلان یې کړی، چې د ۲۰۲۷ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه به د فلسطین ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې په یو وخت ترسره شي.
خبر وایي، چې دا پرېکړه د فلسطین د آزادۍ سازمان د اجرائیوي کمیټې د پرېکړې له مخې شوې ده. په نوي صادر شوي ولسمشریز فرمان کې هغه پخوانی فرمان لغوه شوی، چې له مخې به يې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۸مه نېټه پارلماني ټاکنې ترسره شي.































