پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ټرمپ به لومړی کوم کارونه وکړي؟

لیکوال: سید خان

دسمبر 26, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د نړۍ ټول سیاست وال د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ بیا را څرګندېدو په اړه بېلا بېل نظرونه لري، ځینې فکر کوي چې هغه به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي خو ځينې بیا ټرمپ د یو سرتمنده او سوداګر په توګه پېژني او فکر کوي چې واک ته د هغه په رسېدو سره به په نړۍ کې ځینې عجیبې پېښې رامنځته شي.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له طالبانو سره موافقې ته ورسېد چې بیا دغه پروسه د اوسني ولسمشر جوبایډن په وخت کې بشپړه شوه.

هغه دغه راز له روغتیا له نړیوال سازمانه د وتلو اعلان کړی و چې د بایډن په راتلو سره دغه اعلان بېرته واخیستل شو خو اوس داسې اټکل کېږي چې ټرمپ به بېرته دغه اعلان عملي کړي.

ټرمپ دغه راز د ایران د اټومي مسئلې په اړه د امریکا او اروپايي ټولنې له شوې موافقې هم وتلی و او د دغه په وخت کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې تر ټولو لوړ پوړی او مهم قوماندان قاسم سلیماني هم وژل شوی اوس داسې ښکاري چې ټرمپ به د ایراین په اړه هم غلی پاتې نشي او د جنجالونو رامنځته کېدو احتمال لیدل کېږي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې له دې چې په رسمي ډول د سپينې ماڼۍ د واک پر ګدۍ کېني، څو حیرانونکي ګواښونه يې کړي چې په عملي کېدو سره يې د نړۍوال نظم ګډوډي له ورایه ښکاري.

که څه هم ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړي پړاو کې هم پر یو سرتمبه او سرځيله مشر شهرت خو کله چې تېر ځل د دغه هېواد په ولسمشریزو سیالیو کې د جوبایډن په مقابل کې ناکام شو نو چا د ټرمپ ګواښونو ته غوږ نه نیوا ځکه باور دا و چې هغه نور یو عادي کس دی او ګواښونه يې اغیزه نه لري.

خو اوس چې هغه یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شوی او په نږدې راتلونکې کې به د سپېڼې مانۍ د واک پر ګدۍ کيني نو ځکه يې ګواښونه د یوه لوی هېواد د ولسمشر په توګه د نړیوالو لپاره د پام او تامل وړ دي.

ټرمپ څو مهم ګواښونه کړي، یو دا چې ویلي يې د سپينې ماڼۍ د واک ګدۍ ته د ده تر ورتګ  پورې  که حماس د اسراییلو بندیان آزاد نه کړي نو سخته بیه به پرې کړي.

ده دا نه دي ويلي چې څه به وکړي، خو زیاته کړې يې ده چې دی به په منځني ختیځ کې دوزخ جوړ کړي.

نوموړي دغه راز د برېکس هېوادونو ته هم ګواښ کړی چې که دوی د ډالر پر ځای د بلې پیسې د چلښت هڅه وکړي نو امریکا به سل سلنه مالیه ورباندې وضع کړي.

 ټرمپ دا هم ویلي چې سپېڼې ماڼۍ ته د ننوتلو په لومړۍ ورځ به د چین، مکسیکو او کاناډا پر ټولو محصولاتو به نوې تعرفې وضع کړي.

هغه ویلي چې د کاناډا پر محصولاتو به ۲۵ سلنه لوړه او د چین پر تولیداتو به لس سلنه تعرفي زیاتول نظر کې ولري، په داسې حال کې چې پر دغو محصولاتو د ټرمپ د لومړۍ دورې ولسمشرۍ د وخت لګېدلې تعرفې لا پر خپل ځای دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین په دوران کې ژمنه کړې وه چې که سپينې ماڼۍ ته لار پيدا کړي نو له چین څخه پر وارد شویو توکو به تر ۶۰ سلنې تعرفه وضع کړي او دغه راز به پر ټولو وارداتي محصولاتو له ۱۰ تر ۲۰ سلنې تعرفي وټاکي.

د یادونې ده چې ټرمپ به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه په رسمي ډول د امریکا واک ترلاسه کړي.

ده دغه راز ویلي چې د تعرفو په دې جګړه یا تجارتي جګړه کې به نه واشنګټن بریالی شي او نه هم بېجینګ.

ټرمپ دغه راز د نوامبر په ۳۰مه په خپله ټولنیزه رسنۍ کې د بریکس غړي هېوادونو ته هم ګواښ کړی چې که د ډالر پر ځای د بلې پیسې د را ایستلو اقدام وکړي نو لس سلنه تعرفې به ورباندې وضع کړي.

ده ویلي: «د برېکس غړي هېوادونه باید ژمنه وکړي چې نوې پیسه به نه راباسي او نه به د امریکا د ځواکمن ډالر د ځای نیولو لپاره د بلې پيسې ملاتړ کوي.» ده ګواښ کړی چې که دغه هېوادونه د ده خبره ونه مني نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي او په وینا يې چې د امریکا له فوق العاده بازار سره به مخه ښه وکړي.

 بل خوا په امریکا کې د چین سفارت د ټرمپ له خوا د چین پر محصولاتو د نویو تعرفو اعمالولو په غبرګون کې دغه اقدام تجارتي جګړه بللې او ویلي يې دي چې هېڅوک به دا جګړه ونه ګټي.

په واشنګټن کې د چین سفارت ویاند لو پنګو په یوه بیانیه کې پر چیني محصولاتو د امریکا له خوا د نویو تعرفو اعمالولو په اړه اعلان کړی چې بېجینګ پردې باور دی چې په حقیقت کې د چین او امریکا اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزه همکارۍ د دواړو په ګټه دي.

نتیجه: د ټرمپ له څرګندونو دا اخذ کېدای شي چې یا خو هغه په دې پټکو سره خپل سیالان وېرول غواړي او یا دا چې هغه یو نورمال شخص نه دی او په دې کار سره به امریکا ته نه یوازې ګټه ورسوي، بلکې د نړۍ په عامه افکارو کې به يې لا سپکه او د نفرت وړ کړي.

ځکه امریکا له یوې خوا ځان د ډیموکراسۍ او آزادۍ علمبردار ګڼي، خو له بلې خوا نور هېوادونه په پوځي او یا اقتصادي فشار سره دې ته اړباسي چې د امریکا باداري ومني.

له شک پرته چې د ټرمپ دغه خبرې که عملي بڼه غوره کړي نو نړیوال نظم ته به سخت زیان ورسوي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In