د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیاء احمد تکل وایي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قرغیزستان له بهرنیو چارو وزیر ژینبېک کولوبایوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. تکل وايي دواړو لورو د شته هوکړو د عملي کولو، نوو همکاریو د رامنځته کولو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر دوام ټینګار کړی دی. په دې خبرو کې د لوړپوړو پلاوو د تګ راتګ او منظم سیاسي تعامل په اړه هم بحث شوی دی. متقي همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغیزستان ټاکل مهمه لاستهراوړنه بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو او متقابل ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی.































