د نړيوالې ډجيټلي سوداګرۍ پنځم نندارتون د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې تر سره شو. د نړيوالې ډجيټلي سوداګرۍ نندارتون په چين کې يوازينی د ډجيټلي سوداګرۍ په عنوان دولتي، نړيوال او مسلکي نندارتون دی او د دې نندارتون د روانې دورې کلنی موضوع 》د نړيوالې ډجيټلي سوداګرۍ په نندارتون کې د مصنوعي ځيرکتيا راتلونکي ته کتل《 دي. د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو او سيمو او د شاو خوا ۴۰ نړيوالو سازمانونو استازو په دې نندارتون کې ګډون درلود او په ګډه يې د نړيوالې ډجيټلي سوداګرۍ د پرمختګ لپاره لا عادلانه او معقوله، ګډې ګټې لرونکې او شموله لاره ولټوله.
عصري فرصتونه، نړيوالې ننګونې
په ياد نندارتون کې « د نړيوالې ډجيټلي سوداګرۍ د پرمختګ په اړه د ۲۰۲۶م کال راپور» خپور شوی او له مخې یې په تېر ۲۰۲۵م کال کې د نړيوالې ډجيټلي سوداګرۍ د صادراتو ارزښت ۷۷۵۰مليارډ ډالرو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ۷اعشاريه ۱سلنه زيات شوی، د موادو او خدمتونو د نړيوالو صادراتو په عمومي حجم کې يې۲۲اعشاريه ۲سلنه ونډه ونيوه، دغه راز د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۲اعشاريه ۶سلنه زيات شوی او په مسلسلو څو کلونو کې يې د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ د عمومي ودې په نسبت چټک و او د ګن شمېر بهرنيو فشارونو په موجوديت کې یې د پام وړ مقاومت ښودلی دی.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان د عمومي مدير مرستيال جانګ شيانګ چن وويل، د نړيوال اقتصاد د ډجيټلي کېدو شکل نوي پړاو ته رسېدلی دی او په ډجيټلي توګه د خدمتونو برابرول د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ په ترڅ کې ډېر چټک پرمختګ کوي او مصنوعي ځيرکتيا په دې چارو کې نوی او پياوړی ځواک اضافه کوي. هغه زياته کړه چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان « د نړيوالې سوداګرۍ د ۲۰۲۵م کال راپور» د شميرنې له مخې، که مصنوعي ځيرکتيا په پراخه توګه استفاده شي، تر ۲۰۴۰م کال پورې به د نړيوالې سوداګرۍ پيمانه ممکن له ۳۴سلنې څخه تر ۳۷سلنې پورې او د ټولې نړۍ د توليدولو عمومي ارزښت به له ۱۲سلنې څخه تر ۱۳سلنې پورې اندازه زياته شي.
د قرغيزستان صدراعظم اديلبيک اليشويچ کاسيماليف وويل، د نړيوالې ډجيټلي سوداګرۍ سږني نندارتون په دقيق ډول اوسني اصلاحات څرګندوي چې ډجيټلي سوداګرۍ د نړيوال اقتصاد نوې بنسټيزه برخه ګرځيدلې ده. ډجيټلي اقتصاد د قرغيزستان لپاره ځانګړی اهميت لري او بايد په کې برخه واخلي.
نړیواله ټولنه دې په مختلفو برخو کې نوي تېکنالوژۍ ولټوي او په ګډه دې همکارۍ وکړي
اوسمهال ډجيټلي تېکنالوژۍ ورځ په ورځ د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په بېلا بېلو ساحو او ټول بهير کې شامل دي او په ژوره توګه د توليد، ژوند او د ټولنې د ادارې شکلونه بدلوي. په ياد نندارتون کې ګډون کوونکو دا څرګنده کړې چې نړيواله ټولنه بايد په ګډه د ډجيټلي زمانې د نړيوالې سوداګرۍ د ښه پرمختګ هڅونه وکړي.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ اسامبلۍ د سرمنشي سرپرست پيډرو مانويل مورينو وويل، د دوی په اند ډجيټلي سوداګري بايد په پرانيستې، عادلانه توګه پرمختګ ته په کتو پر لارې ټينګار وکړي او د انټرنيټ د نښلولو سويې لوړېدو، د خلکو د ډجيټلي تېکنالوژۍ د نيول کېدو، د اړوندو مقرراتو د تدوين کېدو په چارو کې دې پانګونه وکړي چې د نوښتونو د هڅونې په ترڅ کې بازاري سيالي وساتي، د مشتريانو حقونه او ګټې تامين کړي او ټولنيز اعتماد ټينګ کړي.
د چين خدمتونه او واقعي همکارۍ
د ياد نندارتون په ترڅ کې د ۲۰۲۶م کال د بريکس هېوادونو د ځانګړې اقتصادي سيمې په اړه د هانګ جو خبرې اترې، د مصنوعي ځيرکتيا په ساحه کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ نړيوالې همکارۍ يعنې د عربي هېوادونو د ډجيټلي اقتصاد د ګډې ټولنې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د ډجيټلي کارونو په هکله د لومړې دورې خبرې اترې، د ډجيټلي سوداګرۍ د افريقا ورځ په شمول يو لړ فعاليتونه تر سره شوي چې د اړوندو مرکزونو تر منځ د همکارۍ،د استعدادونو د روزنې، د ميکانيزم جوړېدو لپاره د مضامينو د څيړنې، د شرکتونو تر منځ د دقيقو تماسونو هڅونه شوې او د اصولو د څېړنې، د صنعتونو د ځنځير او د توان د ابادۍ په يو ځايښت د همکارۍ شکل لټول شوی.
د عربي هېوادونو د ډجيټلي اقتصاد ګډې ټولنې د کنفرانس رئيس عاطف احمد حليمي وويل، باور لرو چې د چين د همکارانو تجربې او توان له موږ سره ښه همکارۍ کولی شي چې په سمه توګه اړوندې پروژې پيل کړو او د عربي هېوادونو د پرمختګ هڅونه وکړو. اوس بېلا بېل هېوادونه په بنسټيزو ډجيټلي تاسيساتو او مصنوعي ځيرکتيا کې سرمايه ګذاري کوي او چين په دې تېکنالوژيو کې د ليدو وړ پرمختګونه تر لاسه کړي او د سرمايه ګذارۍ اندازه يې زياتوي چې دا به ټولې نړۍ ته زيات فرصتونه برابر کړي.































