مصنوعي ځيرکتيا په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو ګرمه او د پام وړ موضوع ده او بېلا بېلو هېوادونو په دې وروستيو کې د مصنوعي ځيرکتيا د تخنيکونو د پرمختګ په برخه کې هڅې پيل کړې دي.
د چين ډيپسيک شرکت (DeepSeek) تېره مياشت د (DeepSeek-R1) په نوم لوی ځيرک ماډل نړۍ ته وړاندې کړ او د نړیوالو پاملرنه یې راجلب کړې ده.
په دې وروستيو کې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې د مصنوعي ځيرکتيا د عمل سرمشريزه ترسره شوه، چې د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلبه کړې ده. په دغې سرمشريزې کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو مشرانو او استازو او د نړیوالو سازمانونو مسئولينو ګډون کړی و او په بېلابېلو برخو کې يې د مصنوعي ځيرکتيا د کارولو پلان په اړه سلامشورې کړې دي.
د يادې سرمشريزې ګډونوالو د مصنوعي ځيرکتيا لپاره د ثابت او پرانيستي چاپېريال د جوړولو په اړه بحثونه کړي او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې ادارې په باب يې خبرې کړې دي.
له يادې سرمشریزې وروسته، د فرانسې، چين او هند په شمول ۶۱ هېوادونو « د ټولشموله او تلپاتې مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ له لارې انسانانو او ځمکنۍ کرې ته د ګټو رسولو اعلاميه » خپره کړې او ژمنې يې کړي، چې دغه تخنیک ته به پرانيستی، ټولشموله او د اخلاقي اصولو مطابق پرمختګ ورکړي.
د خلکو په نظر، مصنوعي ځيرکتيا د څلورمې دورې د صنعتي انقلاب د تخنيکي څپې په سر کې ځای لري او لوی سوداګريز فرصتونه او ارزښتونه به رامنځته کړي، خو په ورته وخت کې يې د ځينو اندېښنې هم زياتې کړې دي. د ساري په توګه، د مصنوعي ځيرکتيا په کارولو سره به زيات جعلي معلومات رامنځته او پراخ شي، د مصنوعي ځيرکتيا تېروتنې به سختې امنيتې پېښې او اقتصادي زيانونه راپورته کړي، د مصنوعي ځيرکتيا په پوځي کېدو سره به دوديزو شخړو ته بدلونونه ورکړي او د جغرافيايي سياست لپاره به د سيالۍ وسيله وګرځي.
فوربس مجلې(Forbes) وړاندوينه کړې، چې ښايي په روان ۲۰۲۵م کال کې نړۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا لومړنۍ امنيتي پېښه رامنځته شي.
د مصنوعي ځيرکتیا نړیواله اداره ډېره مهمه او کليدي مسئله ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او مرستيال صدراعظم جانګ ګوه چينګ په پاريس کې د مصنوعي ځيرکتيا د عمل سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد به یې په لوړې مسئولانه سويې د مصنوعي ځيرکتيا په نړيوالې ادارې کې ګډون ولري او د بېلا بېلو خواوو هرکلی يې کړی، چې چين ته ولاړ شي او د ۲۰۲۵م کال د مصنوعي ځيرکتيا په نړيواله غونډه کې ګډون وکړي.
تخنيک بايد د هېواد په پولو کې بند نه شي. د انسانانو د پرمختګ تاريخ ته په کتو، د هر تخنيک نوښت او پرمختګ نړيوالو تبادلو او همکاریو ته اړتيا لري، خو اوسمهال د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې منفي تمايل په رامنځته کېدو دی. ځيني لوېديځ هېوادونه غواړي د مصنوعي ځيرکتيا له لارې خپل تسلط او زورواکي وساتي. دوی د مصنوعي ځيرکتيا د اړوندو چيپونو صادرول کنټرولوي او د نورو هېوادونو پر مخکښو توليداتو بندیزونه لګوي او هم یې د پاريس د مصنوعي ځيرکتيا د عمل سرمشريزې د ګډې اعلاميې لاسليک رد کړی دی. د لوېديځو هېوادونو يادې کړنې د نوښت له روحيې سره ټکر لري او نړيوال تخنيکي پرمختګ ته زيانونه رسوي.
چين وايي، د تختيک پرمختګ باید نړيوالو ته ګټې ورسوي او خپلې تجربې به له نړۍ سره شريکې کړي.
د پاکستان اوبسرور ورځپاڼې (Pakistan Observer) څو ورځې مخکې په یوې مقالې کې ويلي و، چې چين د مصنوعي ځيرکتيا په چټک پرمختګ کې مهم رول لوبوي او له مخ پر ودې هېوادونو سره به ډېرې مرستې وکړي.
په نړۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا څپه په چټکۍ روانه ده، نو هېوادونه څنګه کولی شي، چې له دغې څپې څخه ګټې پورته او خطرونه له منځه یوسي؟ دا د ټولو هېوادونو لپاره يوه ګډه مسئله ده.
چين نړۍ ته خپل پلان « د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې ادارې وړاندیز » وړاندې کړی او نظرونه يې د غور وړ دي او نړۍ ترې ګټه پورته کولی شي.































