د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن په بدخشان، نورستان، کونړ او خوست ولایتونو کې د نسبتاً درنو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی. د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وضعیت د چهارشنبې ورځې لپاره اټکل شوی او په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ مليمتره پورې اټکل شوې ده. هوا پېژندنې ادارې همداراز ویلي، چې په ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د دوړو او خاورو له پورته کېدو سره د سختو بادونو د لګېدو احتمال شته. د معلوماتو له مخې، د دغو بادونو سرعت به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.































