د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرس د درېیمې کلنۍ غونډې يوه مطبوعاتي غونډه د مارچ د ۷مې نېټې په سهار تر سره شوه. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چین د ډيپلوماتيکو پاليسيو او بهرنيو اړيکو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
وانګ يي دې ته په اشارې ويلي چې چين تل د نشه يي توکو د قاچاق او توليد پر وړاندې په کلکه مبارزه کړې او په نړۍ کې د نشه يي توکو د کنټرول تر ټولو سخته او بشپړه پاليسي لري. د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې، چين د امريکا په غوښتنه په نړۍ کې لومړی هېواد شو چې د فینټینیل ټول اړوند مواد یې د ممنوعیت په لیست کې اضافه کړل.
هغه وویل، په امريکا کې د فینټینیل ناوړه ګټه اخیستنه یوه ستونزه ده چې بايد دغه هېواد پخپله ورسره مبارزه وکړي او حل یې کړي.
ده زیاته کړه چې چین د بشردوستانه روحیې له مخې له امریکا سره هر ډول مرستې کړې دي او امریکا باید د چین د مهربانۍ بدله په نفرت ورنه کړي، ځکه دا د یو مسوول لوی هیواد چلند نه دی.
وانګ یي وویل، متقابل درناوی د چین او امریکا تر منځ اړیکو لپاره یو مهم شرط دی.
نوموړي له امريکا څخه ۵ پوښتنې وکړې :
۱. امريکا باید بیاکتنه وکړي چې په وروستیو کلونو کې یې د تعرفو او سوداګریزو جګړو څخه څه ترلاسه کړي دي؟
۲. آیا د امريکا د تجارت منفي بېلانس پراخ یا کم شوی؟
۳. آیا د امريکا د تولیدي صنايعو وړتيا لوړه شوې که کمزورې شوې؟
۴. د امريکا انفلاسیون ښه يا سخت شوی؟
۵. د امريکايانو ژوند ښه يا بد شوی؟































