یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ټرمپ په منځني ختیځ کې شوي اقتصادي تړونونه د خپل سفر مهمې لاسته راوړنې بللې

مې 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د می په ۱۶مه نېټه له سعودي عربستان، قطر او عربي متحده اماراتو څخه ليدنې پای ته ورسولې او په همدې مودې کې يې له يادو درېیو هېوادونو سره د وسلو د پلورلو او د پانګونو په شمول يو لړ تړونونه لاسليک کړي دي.

شنونکي وايي چې دغو هېوادونو ته د ټرمپ د سفر مهم ټکي له دوی سره د سوداګرۍ او کاروبار په برخه کې شوي تړونونه دي او د ټرمپ موخه دا ده چې له دې لارې په کور دننه پر واکمن جمهورتپال ګوند فشارونه کم کړي او په ډيپلوماتيکو چارو کې د امنيت ساتنه له اقتصادي چارو سره وتړي. نوموړي په دې سفر کې د ایران د اټومي مسئلې،  د سوريې، د فلسطين او اسرائيلو په تړاو د منځني ختيځ هېوادونو د علاقې وړ مسئلو د حل فصل لپاره کوم څرګند پلان نه دی وړاندې کړی.

ټرمپ د خپل سفر په موده کې له يادو درېیو هېوادونو سره پر دفاعي او هوايی چارو، انرژۍ او المونيمو اړوند یو شمېر اقتصادي تړونونه لاسلیک  کړي  دي.

امريکايي شنونکي وايي چې واک ته د ټرمپ د حکومت باور له رسېدو په تېرو سلو ورځو کې له اتياوو کلونو راهيسې د تېرو دورو د ولسمشرانو د همدې مودې په پرتله تر ټولو ټيټې سويي ته رسېدلی دی، نو ټرمپ منځني ختیځ ته په سفر سره هڅه کړې چې په دې سفر کې د پانګونو او د وسلو د پلورلو د تړونونو د لاسليکولو له لارې پرده د امریکايانو د بې باورۍ کچه ټیټه کړي.

سياسي کارپوهان دغه راز په دې اند دي چې د دې سفر نتيجې ته په کتو سره د ټرمپ حکومت هڅه کړې چې د خليج له عربي هېوادونو سره امنيتي او اقتصادي اړيکې لا پياوړې کړي او په دې توګه به په پر له پسې توګه له دغو هېوادونو څخه پيسې تر لاسه کړي.

فلسطين کې د عرب امريکايي پوهنتون د سياسي پوه یو پروفيسور  ويلي چې د ټرمپ حکومت غواړي د ډېرو پوځي تجهیزاتو او وسلو د پلورلو او ور سره د کاروبارو له لارې پر خپلو همکارو هېوادونو فشارونه واچوي. دی وايي، د خليج عربي هېوادونه ډېرې شتمنۍ، سرمايه او د پانګونو وړتيا لري، نو ټرمپ دغه هېوادونه د خپلو ګټو د اخيستلو کليدي موخه بولي.

د شان دونګ د دارالمعلمين د منځني ختيځو چارو د څېړنيز مرکز مرستيال جاو بۍ پينګ ويلي چې د خلیج له عربي هېوادونو سره د امريکا له خوا لاسليک شوي تړونونه دوه ځانګړتياوې او موخې لري: لومړی، د پوځي تجهیزاتو او وسلو د پلور ارزښت ډېر دی او موخه يې د امنيت او خونديتوب د تضمين له لارې د خليج هېوادونو د سرمايو راجلبول،د دې هېواد د پوځي صنعت د عايداتو زياتوالی او په دې سيمه کې پر امنيت د اغيز لا ټینګول دي. دوهم، دغه تړونونه پر ډېرو کليدي برخو پورې تړاو لري. دی وايي، ټرمپ غواړي چې د بهرنيو پانګونو د راجلبولو له لارې د خپل هېواد اقتصاد ته پرمختګ ورکړي په تېره بيا هيله لري چې د يادو هېوادونو پانګوال د انرژۍ، کانونو، مصنوعي ځيرکتيا او عصري توليدي چارو کې پانګه واچوي.

که څه هم ټرمپ د ايران د اټومي مسئلې او د امريکا او سوريې ترمنځ د اړيکو په شمول د سيمې چارو په هکله ډېر ښه نيت ښودلی، خو د غزې مسئلې ته دې چندان پام نه دی کړی. نو شنونکي وايي چې د ټرمپ حکومت لاهم د منځني ختيځ لپاره په خپله تګلاره کې د دې هېواد د جيوپوليتيکو ګټو په لټه کې دی، نو د دوی تګلاره د دې سيمې لپاره د منلو وړ نه ده.

د دې ترڅنګ ټرمپ په دې سفر کې څو څو ځلې پر ايران غږ کړی چې ژر تر ژره له امریکا سره اټومي تړون لاسليک کړي، که نه نو امریکا به پر ايران حداکثري فشار راوړي. هغه په ۱۳مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې ويلي چې که ايران د امريکا وړانديز ونه مني، نو امريکا به صفر ته د ايران د نفتو د صادراتي اندازې د رسېدو لپاره هڅه وکړي.

د امريکا يوه مبصر فرید زکریا دې ته په اشارې ويلي چې ټرمپ په خپلې تېرې ولسمشريزې دورې کې د ايران له اټومي تړون څخه د وتلو اعلان کړی و. خو اوس يې له ايران څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژر ور سره ياد تړون لاسليک کړي. دی وايي چې ټرمپ دا ستونزه پخپله رامنځته کړې نو اوس بیا څنګه غواړي چې حل يې کړيي. د ده کړنه د منلو وړ نه ده.

د مصر د عربي او نړيوالو چارو کارپوه مصطفی امين دې ته اشاره کړې چې د تش په نامه د سولې د ساتلو لپاره د امريکا د هڅو تر شا لاهم د دې هېواد هغه موخه ده چې غواړي باداري ولټوي، اقتصادي او جيوپوليټيکي ګټې پراخې کړي او کليدي سرچینې کنترول کړي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In