حماس د اکتوبر په ۳مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي د غزې ښار په لويديځ کې پر يوې ودانۍ هوايي بريد وکړ، چې له امله يې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او څو تنه ټپيان دي.
په دغه اعلاميه کې راغلي، دا هوايي بريد د ولسي وګړيو په موخه تر سره شوی، چې له امله یې بشري ناورينونه رامنځته شوي دي.
د اسرائيل خبري رسنيو په همدې ورځ د خپل هېواد د امنيتي څانګې د يوې سرچينې په قول خبر ورکړ، ځواکونو يې په همدې ورځ په غزه ښار کې د حماس لوړ پوړی چارواکی علي العمودي په نښه کړی دی.































