د ډيموکراتيکې کوريا مرکزي خبري اژانس د اکتوبر په ۴مه نېټه خبر ورکړ، د دغه هېواد په ختيځ کې د روانې مياشتې د ۳مې نېټې په سهار وختي د منځني واټن ستراتيژيک توغندي د توغولو تمرين تر سره شو او د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون دغه تمرين له نږدې کتلی دی.
د خبر له مخې، دغه ستراتيژيک توغندی د ډيموکراتيکې کوريا د ختيځې سمندري سيمې يوه ټاکلې موخه په نښه کړې ده.
کيم جونګ اون د دغه تمرين تر کتلو وروسته ويلي، ځواکونه يې بايد په ستر ګواښ له مختلفو ننګونو سره مقابله وکړي او د هېواد اباديزو چارو ته دې امنيتي فضا برابره کړي.































